IQNA

د اهل سنت یو مذهبی غورځنګ وائي

له تکفیریانو سره  به د اهل سنت ډغره شرافتمندانه وي

9:24 - December 05, 2024
د خبر لمبر: 3490263
ایکنا – دعراق د اهل سنت دعالمانو شورا په یوې اعلامیې کې په سورئې کې د تکفیریانو په ضد پر شرافتمندانه مبارزې ټينګار وکړ.

ایکنانیوز  د المیادین له قوله راپور راکوي،  د عراق داهل سنت د عالمانو غورځنګ  په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، د عراق  اهل سنت عالمان خپل هیواد سره مینه لري او له تکفیریانو سره به شرافتمندانه جنګ وکړي.

ددغه غورځنګ په اعلامیې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  د عراق اهل سنت  له دې لازیات پوهه دي چې  وژلو او مذهبی نښتو ته وارد شي، ووئيل؛  هیڅ حرانتیا نه لري، هغه کسان چې  هغه کسان چې  په ۲۰۱۴کال کې ئې  له داعش ترهه ګرې  ډلې ملاتړ وکړ، او  هغوي ئې انقلابی قبایل بلل،  په سورئې کې  له وسلوالو ډلو څخه  هم ښکاره ملاتړ کوي.

د عراق داهل سنت د مذهبی عالمانو غورځنګ پخپلې اعلامیې کې د سورئې د مخالفانو د اقداماتو په باب پوښتنه کوي،کوم مخالفت داسې دی چې بې ګناه ووژني او د قربانیانو مړي بیا ټوټې ټوټې کړي.

 تکفیری ترهه ګرو ډلو د روانې لیندۍ میاشتې  د اومې نیټې په سهار وختي یعني د نومبر په 27  نیټه د ځينو هیوادونو په ملاتړ سره او دبهرنیو تازه دم جنایتکارو په واریدیدا سره  د سورئې په شمال لویدیځ ، لویدیځ  او د حلب په جنوب لویدیځ کې ددغه هیواد د پوځ پر مورچلو اومرکزونو پراخې حملې کړي دي.

د سورئې د رسمي ټيلیویژنی چینل د ننني راپور په اساس په تیرې یوې اونۍ کې  د سورئې پوځ څه دپاسه یو زر شپږ سوه تکفیری ترهه ګر هلاک  کړي او دغه راز ئې په سلګونو نور ټپیان او نیولي هم دي.

https://iqna.ir/fa/news/4252349

captcha